Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren
عاصِیوں کی مغفرت کا لے کر آیا ہے پیام جھوم جاؤ مجرِمو! رمضاں مہِ غفران ہے
بھائیو بہنو! کرو سب نیکیوں پر نیکیاں پڑ گئے دوزخ پہ تالے قید میں شیطان ہے[1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
2.. د رَمَضانُ المُبارَك په هره شپه اعلان كيږي چې
د حضرت اَبُوجَعْفَر رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې يو ځل رَمَضَانُ المُبَارَك راغله نو خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خطبه وركولو سره اوفرمائيل: اے خلقو! * بيشكه دا د رَمَضَان مياشت ده * په دې كښې شيطان قيد كيږي * د دوزخ دروازې بنديږي * د جنَّت دروازې بيرته كيږي * د دې مباركې مياشت په هره شپه يو اعلان كوونكے اعلان كوي: هَلْ مِنْ سَائِلٍ فَيُعْطَى شته دے څوك سُوال كولو والا چې د هغه سُوال پوره كړے شي؟ هَلْ مِنْ مُسْتَغْفِرٍ فَاُغْفِرَلَهُ شته دے څوك بخښنه غوښتلو والا چې د هغه بخښنه اوكړے شي؟[2]
3.. د رحمَت نه محرومه پاتي كيدونكے بدبخته دے
د حضرت عُبَاده بِن صَامِت رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې يو ځل رَمَضَانُ المُبَارَك راتلونكي وه، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: تاسو ته رَمَضَانُ المُبَارَك راغله * دا د بركتونو مياشت ده * په دې مباركه مياشت كښې د الله پاك رحمتونه په تاسو