Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

د رَمَضَانُ المُبارک 5 خصوصی عبادتونه

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د رَمَضَانُ المُبَارَك 5 خصوصي عبادتونه دي: (1) روژه (2) تراويح (3) تِلاوتِ قرآن (4) د شبِ قدر عبادت (5) او اعتِكاف.[1]

(1) د روژې فضائل

      داسې خو په عامو ورځو كښې مسلمانان هم نفلي روژې نيسي خو د رَمَضَانُ المُبَارَك روژې الله پاك فرض كړي دي. په قرآنِ كريم كښې دي:

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُتِبَ عَلَیْكُمُ الصِّیَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَۙ(۱۸۳)  (پارہ2،سورۃالبقرۃ:183)

مفهوم ترجمہ کنز الایمان: اے ايمان والؤ! په تاسو باندې روژې فرض كړے شوي دي څنګه چې په مخكښينو [خلقو] فرض شوي وے چې تاسو ته پرهيزګاري نصيب شي.

     اِمام نخعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د رَمَضَانُ المُبَارَك يوه روژه په علاوه ورځو كښې د زرو ورځو نه افضله ده.[2]


 

 



[1]... تفسیر نعیمی ،پارہ:2 ،سورۂ بقرہ،زیرِ آیت:185،جلد:2،صفحہ:228 ۔

[2]...  لطائف المعارف،وظائف شہررمضان المعظم  ،صفحہ:209۔