Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren
فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ا َفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ (يعنې) رښتينے نِيَّت د ټولو نه افضل عمل دے.[1]
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ښه نِيَّت افضل ترين عمل دے. راځئ! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړو: نِيَّت اوکړئ چې * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم * چې څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * ضرورةً راغونډ به كښينم او نورو ته به ځائ فراخه كووم * كه څوك را ته څه تكليف را اُورَسَوي نو صبر به كووم * چا ته به د نيغ نيغ كتلو نه ځان بچ ساتم * د بيان نه پس پخپله به ورمخكښې كيږم او سلام به كووم * كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هم اوكړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشِقانِ رسول! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! يوځل بيا د بخښنې مياشت، د قرآن نازليدو مياشت، د ربّ مياشت، رَمَضَانُ المُبَارَك رتلونكي ده. يو څو ورځې پس به اعلان اوشي: مبارَك شئ د رَمَضَانُ المُبَارَك مياشت ښكاره شوه. د دې اعلان په اوريدلو سره به * د عاشِقانِ رَمَضَان زړونه د خوشحالئ نه ټوپونه اووهي * مخونه به ئې د ښكلا نه ډك شي