Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

    اے عاشِقانِ رسول! اوس موقع ده، رَمَضَانُ المُبَارَك را روانه ده، په ژوند كښې مو د رَمَضَانُ المُبَارَك بےقدري كړي وي، بےادبي درنه شوي وي، نو نن توبه اوكړئ او پوخ نِيَّت اوكړئ * په دې كال د رَمَضَانُ المُبَارَك به ښه قدر كوو * د رَمَضَانُ المُبَارَك د بےادبئ نه به ځان بچ كوو* ښې روژې به نيسو* پينځه واړه لمُونځونه به د جمعې سره ادا كوو * تلاوت به ښه ډير كوو * په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې به د ګناهونو نه د بچ كيدو پوره كوشش كوو غيبَت به نه كوو  * چغلي به نه كوو* نورو ته به تكليف نه رَسَوو * بس پوره رَمَضَانُ المُبَارَك به په نيكو كښې  * عبادت و رياضت كښې * په عاجزئ او توبه استِغفار كولو سره تيروو. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

(2) رَمَضان مبارك كښې د غفلت نه بچ شئ

      د حضرت اَبُوھُریرہ رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: په هغه ذات مې دِ قَسَم وي د چا د نوم چې قَسَم خوړلے كيږي! بيشكه په تاسو باندې يوه بهترينه مياشت سورے كوونكي ده، دا هٰغه مياشت ده چې د مسلمانانو سره د دې نه بهتره مياشت نه راځي او د منافقانو خواته د دې نه زياته نُقصان دِه مياشت كله هم نه راځي.

     بيا خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې فرمان وضاحت اوكړو، اوئې فرمائيل: بيشكه چې كله د رَمَضَانُ المُبَارَك مياشت راځي نو مسلمانان خپل قُوَّت د عبادت د پاره جمع كوي او منافق خپل ځان په غفلت كښې اچوي، پس دا مياشت د مسلمانانو د پاره غنيمت دے او د منافقانو د پاره بوج دے.[1]


 

 



[1]... موسوعہ ابن ابی الدنیا ، فضائل شہر رمضان ،جلد:1،صفحہ:365،حدیث:16۔