Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

د اِعتِكاف فضائل

     * د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: څوك چې د الله پاك د رِضا او خوشحالولو د پاره يوه ورځ اعتِكاف اوكړي، الله پاك به د هغه او د دوزخ په مينځ كښې درې خندقونه حائل [يعني رُكاوټ جوړ] كړي، د هر خندق فاصله به د مشرق او مغرب د فاصلے نه هم زياته وي.[1]   *د اُمُّ  الْمُؤْمِنِیْن حضرت عائشه صِدِّيقه نه روايت دے چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اِعْتَکَفَ اِیْمَاناً وَ اِحْتِسَابًا غُفِرَ لَہٗ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِہٖ چا چې د ايمان سره او د ثواب حاصلولو په نِيَّت اعتِكاف اوكړو د هغه وړاندې وروسته ګناه به اوبخښلے شي.[2] * په يو حديثِ پاك كښې فرمائي: چا چې په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې لس ورځې اعتِكاف اوكړو هغه داسې دے چې دوه حجونه او دوه عمرے ئې كړي وي.[3]

د اجتِماعي سُنَّتِ اِعتِكاف ترغيب

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْـحَـمْـدُ لِـلّٰـہ!  د عاشقانِ رسول ديني تحريك په ټوله دُنيا كښې د نيكئ دعوت عام كولو كښې مصروفه دے، د رَمَضَانُ المُبَارَك فيض


 

 



[1]...شُعَبُ الْاِیْمَان، باب:فی الاعتکاف، جلد:3، صفحہ:425، حدیث:3965۔

[2]...جَامِع صغِیر، صفحہ:516، حدیث:8480۔

[3]...جَامِع صغِیر، صفحہ:516، حدیث:8479۔