Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

چليږي]، په ورځ د قيامت به د حشر په ميدان كښې څومره سخته ګرمي وي! لمَر به د يوميل په فاصله اور اُروي، د تانبے زمكه به سره شوي وي، دماغ به خوټ كيږي، ډيره زياته خوَله به بهيږي، د چا به د زنګونانو پورې، د چا به د ملا پورې، د څه به د سينے پورې په خپلو خوَلو كښې ډوب وي، او ځينې به په خوَلو كښې به غوپې وهي، د ګرمئ په دې سخت حالت كښې به د روژه دارو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم!  مزے مزے وي.

د محشر په ميدان كښې به د روژه دارو مزے وي

     د حضرت اَنَس بِن مالِك رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې په غيبو باندې خبردار نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: په ورځ د قيامت به د روژه دارو د خُلے نه د مُشك خوشبو راځي، د هغوئي د پاره به د عرش د سوري لاندې يو دسترخوان خور كړے شي، روژه دار به د دې دسترخوان نه خوراك څښاك كوي او نور خلق به د حساب كتاب په مُشقت  كښې نخښتي وي.[1]

(2) د تراويح فضائل

     د رَمَضَانُ المُبَارَك دويم اهم عبادت كوم چې په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې كيږي، هغه د تراويح لمُونځ دے. په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې تراويح ادا كول سُنَّتِ مُؤَكَّده دي.[2] د شُعُبُ الْاِيْمَان روايت دے، د الله پاك خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: كوم بنده چې


 

 



[1]...  لطائف المعارف،وظائف شہررمضان المعظم  ،صفحہ:218۔

[2]...  رد المحتار، کتاب الصلاۃ، باب الوتر والنوافل، مبحث صلاۃ التراویح،جلد:2 ،صفحہ:596۔