Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren
رَمَضَانُ المُبَارَك په شپو كښې لمُونځ كوي، الله پاك د هغه د هرې سجدے په بدله كښې د هغه د پاره 1500 نيكئ ليكي. او د هغه د پاره په جنَّت كښې د سور ياقوتو كور جوړوي، نور فرمائي: كوم بنده چې په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې د شپې يا د ورځې كله هم سجده كوي، د هغه د هرې سجدے په بدله كښې د هغه د پاره په جنَّت كښې دومره غټه اونه لګوي چې د هغې [ونې] په سوري كښې په اَس سور كس د 500 كالو پورې به ګرځي.[1]
سُبْحٰنَ الله! د الله پاك د رحمت نه قربان شم! په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې صرف د يوې سجدے په كولو 1500 نيكئ نصىب كيږي. په جنَّت كښې د سور ياقوتو كور جوړيږي، او په جنَّت كښې دومره غټه اونه لګي چې د هغې په سوري كښې په اَس سور كس د 500 كالو پورې ګرځي. د دې نه دِ هغه خلق سبق حاصل كړي كوم چې مَعاذَ الله! د تراويح لمُونځ نه كوي يا كوي ئې خو پوره شل ركعته نه كوي. غور اوكړئ! د 20 ركعتو تراويح په لمُونځ كښې ټولې 40 سجدې وي، يعني شل ركعته تراويح ادا كړي نو الله پاك د رحمت نه اُمِّيد دے چې هغه ته به شپيته زره نيكئ نصيب شي، په جنَّت كښې به ئې 40 ونے اولګي او 40 جنَّتـي بنګلے به ورته عطا كړے شي. دا خو صرف د سجدو نيكئ دي، د قيام، ركوع او د تراويح لمُونځ كښې د قرآنِ كريم اوريدلو، ډير وخت په جمات كښې حصاريدو وغيره ثواب د دې نه علاوه دے، كوم نادانه چې 8 ركعته تراويح اوكړي او كورونو ته لاړ شي، ګويا هغوئي د 36 زره نيكو او