Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

موندلو، ګناهونو نه د بچ كيدلو او نيك لمُونځ ګزاره جوړيدلو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته شئ. اَلْـحَـمْـدُ لِـلّٰـہ! د دعوتِ اسلامي تحت په ټوله دُنيا كښې په زرګونو مقاماتو باندې اجتماعي اعتِكاف هم كيږي، تاسو هم پوره رَمَضَانُ المُبَارَك يا كم از كم په آخرئ عشره كښې د اجتماعي اعتِكاف نِيَّت اوكړئ! په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې به د ګناهونو نه د بچ كيدو، نيكو حاصلولو، د نفل عبادتونو شوق زياتولو سره سره ډىر علمِ دين  هم زده كيږي، راځئ! ستاسو د ترغيب د پاره د اجتماعي اعتِكاف يو مدني سپرلے اوروو:

د ګناهونو ډك ژوند كښې مې سپرلے راغے

     د ډيره الله يار (صوبه بلوچستان، پاكستان) يو اسلامي ورور د بيان خُلاصه ده: زه د مخكښې نه په  ګناهونو كښې ډوب ووم.  فلمونه كتل او بد نظري كول وغيره زما خوښه مشغله وه، يو ځل  د يو عاشقِ رسول اسلامي ورور سره زما مُلاقات اوشو، هغوئي په ډير ښكلي انداز ما ته په اجتماعي سُنَّتِ اعتِكاف كښې د شركت دعوت راكړو، د هغوئي د حكمت نه ډك انداز ليدلو سره زما زړه اثر اخستے وو او زه په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې اجتماعي اعتِكاف كښې د شركت د پاره فيضانِ مدينه ته را اورسيدم. د اِعتِكاف په دوران كښې د مُبَلِّغىنو اسلامي ورونړو د سُنَّتو نه ډك بيانونو، مناجاتو او ژړوونكي دُعاګانو سره زما د زړه دُنيا بدله شوه، ما د خپلو تيرو شوو ګناهونو نه توبه اوكړه او د دعوتِ اسلامي پاك ديني ماحول سره وابسته شوم. د دې په بركت زما كردار او وينا كښې ښه بدلون راغلو، ما په سر باندې عمامه اوتړله، د سُنَّت مطابق ګيره مې پريښوده