Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren
اوتړله او پاجامه [يا پرتوګ وغيره] ئې په ولاړه واغوستلو) نو هغه به په داسې مرض کښې اخته شي چې د هغې عِلاج نشته (يعني طبيبانو ته به د دوا علم نه وي). * عِمامه تړلو نه مخکښې لږ حصار شئ او ښه ښه نيتونه اوکړئ، ګنې که يو هم ښه نيّت نه وو نو ثواب به نه كيږي، مَثَلاً دا نِيَّت اوکړئ چې * مخ په قبله * په ولاړه ولاړه * د الله پاك رضا د پاره * په سُنَّت باندې عمل كووم او عِمامه تړم * مناسب دا دي چې د عِمامې وړومبے لړ د سر ښي طرف ته تاؤ شي. * د خوږ نَبِـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکې عمامے شمله به عام طور مبارکې ملا طرف ته وه او کله کله به ښي طرف ته، کله به د دواړو اُوګو تر مينځه دوه شملے وے. ګڅ طرف ته شمله زوړندول خِلافِ سُنَّت دي. * د عمامے د شملے اُوګږدوالے کم از کم څلور ګوتې او* زيات نه زيات (د نيمې ملا پورې يعني تقريبًا) يو لاس، (د مينځنئ ګوتې د سر نه واخله څنګلې پورې ناپ ته يو لاس وائي) * عمامه مخ په قبله په ولاړه ولاړه تړئ، په”مِراٰت شريف“كښې دي: عمامه په ولاړه تړل سُنَّت دي په جمات كښې تړئ يا چرته بل ځائ او * په عمامه کښې سُنَّت دا دي چې د دوه نيم ګزو نه کمه نه وي، او د شپږو ګزو نه زياته نه وي، او دا د ګُنبد په شان [يعني داسې] اوتړلے شي [چې مينځ ئې بره اوتے وي] * وړوکے رومال چې د هغې نه يو دوه لړه جوړ شي د دې تاوهل مکروه دي. * كه [څوك] عِمامه سپړي او بيا ئې تړل غواړي نو چې څنګه تړلـے شوي ده هم هغسې دِ ئې [يو يو لړ] سپړي، په يو ځل دِ ئې زمكې له نه را اچوي. * که ضرورتاً ئې لرې کړي او دوباره ئې د تړلو نِيَّت وي نو په يو يو لړ سپړدلو [يعني خلاصولو] به ئې يوه يوه