Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

وينځلےشي، د رَمَضَانُ المُبَارَك د عبادت د پاره دې جامے وينځلے شي او تيارې دې كيښودے شي، په كومه ورځ چې د رَمَضَانُ المُبَارَك مياشت ښكاره شي، الله پاك دِ مونږ ته نصيب كړي چې مونږه په دغه ورځ اولامبو، ښه ښكلي جامے واغوندو، خوشبو اولګوو، الله پاك دې توفيق راكړي چې عِمامه شريف اوتړو، پوره تياري اوكړو او د اِستقبالِ رَمَضان په نِيَّت د ماښام نه مخكښې مخكښې جمات ته لاړ شو، د نفلي اعتِكاف نِيَّت هم اوكړو، كاش! د ذِكرودُرُود لوستلو سره په ښه شان د رَمَضَانُ المُبَارَك اِستِقبال اوشي، الله پاك دې مونږ ته د دې بركتونه رانصيب كړي او پوره رَمَضَان په نيكو تيرولو كښې كامياب شو.

رَمَضَانُ المُبارَك څنګه تيره كړو؟

(1) د رَمَضَانُ المُبَارك ادب اوكړئ!

    شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری، رضوي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   په خپل بهترين كتاب ”فَیضانِ رمضان“ كښې يوه د اِيمان نه ډكه واقعه ليكلي ده: بُخارا يو ښار دے، په دې ښار كښې يو مجُوسي (يعني د اور عِبادت كوونكے) اوسيدو، يو ځل د رَمَضَانُ الْمُبَارَك مياشت وه،  هغه مجوسي د خپل ځوئ سره د مسلمانانو په بازار تيريدو. د مجوسي ځوئ په بازار كښې ښكاره څه څيز خوړل شروع كړه. مجُوسي چه دا اوليده نو خپل ځوئ له ئې يو زوردار پړق وركړو، ډير ئې اورټلو او ورته ئې اووئيل چه تا ته شرم نه درځي چه د رَمَضَانُ الْمُبَارَك په مياشت كښې د