Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

پس د كار نه فارغه شي او كور ته راځي، هغوئي له پكار دي چې په لاره را روان وي يا ګاډے چلوي نو په ژبه دِ د الله پاك ذِكر كوي، دُرُودِ پاك دِ لولي او خاص طور چې كله د روژه ماتي وخت وي نو د دې نه يو څو منټه مخكښې دِ هر څه پريږ دي، د خپل ځان، د كور كسان، مور و پلار، اُستاذانو او پير و مُرشِد د پاره بلكه د ټولو مسلمانانو د پاره دې دُعاګانے اوغواړئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د دې بركتونه به درنصيب شي.

     * د ماښام لمُونځ  د جَمعې سره ادا كولو نه پس د اَوَّابينو شپږ ركعته نوافِل ادا كړئ * د ماښام نه پس په مدني چينل باندې ډير ښه او ښكلے پروګرام راځي، دغه وخت د مدني چينل كتلو جدول جوړ كړئ! * د تراويح نه پس لائيو مَدَني مُذاكَره سلسله وي، په دې كښې خامخا شريك شئ! * د سحر لمَانځه نه پس تلاوت اوكړئ، اوراد و وظائف اولولئ، بيا د لمَر راختلو نه تقريباً 20 منټه پس د اشراق و څاښت نوافِل ادا كړئ، د دې نه پس كه غواړئ نو آرام اوكړئ. اُمُّ  الْمُؤْمِنِیْن حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْها به دا معمول وو چې هغوئي به د سحر نه پس د قرآنِ كريم تلاوت كولو.[1]

     الله پاك دې مونږه د غفلت نه بچ اوساتي، كاش! پوره د رَمَضان مياشت بلكه ټول ژوند مو په نيكو كښې تير شي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

(3) د رَمَضانُ المُبارَك يو زبردست بركت

     د لسمې صدئ هجرئ مشهور عالِمِ دِين، ولـئ كامِل حضرت مُجَدِّد اَلْف ثانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د رَمَضَانُ المُبَارَك د مياشتې بركتونه بيانوي، فرمائي: رَمَضَانُ المُبَارَك هغه بابركته


 

 



[1]...  لطائف المعارف،وظائف شہررمضان المعظم  ،صفحہ:237۔