Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

مياشت ده چې پوره كال بنده ته كوم بركت ميلاويږي، په كومه ذريعه چې هم ميلاويږي، هغه ټول بركتونه د رَمَضَانُ المُبَارَك د مياشتې د بركت د درياب نه يو څاڅكے دے. نور فرمائي: كوم بنده ته چې په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې جمعيت [يعني د زړه سكون] نصيب شي هغه ته پوره كال جمعيت نصيب كيږي.[1]

    دلته د جمعيت نه دِل جمعي، استِقامت مراد دے. مطلب دا شو چې كوم بنده ته په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې استِقامَت نصيب شو، هغه ته به پوره كال استِقامَت نصيب شي، مَثَلاً * يو كس غواړي چې زه تَهَجُّد ګزار جوړ شم، هغه دې د يكم رَمَضَانُ المُبَارَك نه تر آخره مياشتې پورې په پابندئ سره تَهَجُّد ادا كړي، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم!د الله پاك په كرم سره هغه ته به په تَهَجُّد باندې استقامت نصيب شي * كوم بنده چې غواړي چې ما ته په تلاوت كولو باندې استقامت نصيب شي هغه دې پوره رَمَضَانُ المُبَارَك په استقامت سره تلاوتِ قرآن كوي،  اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! هغه ته به د قرآنِ كريم په تلاوت باندې استِقامت نصيب شي * څوك چې د صدقه او خيرات عادت جوړول غواړي، هغه دې پوره رَمَضان په خوشحالئ سره ښه خيرات اوكړي، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم!هغه ته به پوره كال په صدقه و خيرات كولو باندې استقامت نصيب شي * څوك چې غواړي چې په كثرت سره نوافل ادا كړم، هغه دې پوره مياشت په استقامت سره نوافِل ادا كړي، د نوافِلو كثرت به د هغه د عادت حِصَّه جوړه شي. الغرض كوم بنده چې په نيكئ كولو باندې استقامت حاصلول غواړي، هغه دې په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې په


 

 



[1]... فتویٰ رضویہ،جلد:6،صفحہ:222 و223 ملتقطاً ۔