Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren
قرآنِ كريم ختم كولو * حضرت اسود رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د رَمَضَانُ المُبَارَك په هر دوو شپو كښې يو ځل قرآنِ كريم ختمولو * د امام نَخعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه معمول مبارك داسې وو چې هغوئي به د رَمَضَانُ المُبَارَك په اولنو شلو ورځو كښې په هر دريو شپو كښې يو ځل قرآن كريم ختمولو، او په آخرئ عشره كښې په هر دوو شپو كښې يو ځل قرآنِ پاك ختمولو * حضرت قتاده رَضِیَ اللهُ عَنْهُ هميشه به (يعني د كال په عامو ورځو كښې هم) په ووه ورځو كښې يو ختم كولو خو چې رَمَضَانُ المُبَارَك به راتله نو د هغوئي د تلاوت شوق به زياتيدلو او هغوئي به په دريو ورځو كښې يو ختم كولو، بيا چې كله به آخرئ عشره شروع شوه نو د تلاوت شوق به ئې زياتيدلو او هغوئي به هروه ورځ يو ختم كولو * اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې 60 قرآن كريم ختمولو * او د اِمامِ اعظم ابُوحنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خو څه ښكلے شان دے، هغوئي به په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې 61 قرآنِ كريم ختم كولو.[1]
كاش! مونږ ته هم توفيق نصيب شي، مونږه هم د قرآنِ كريم تلاوت اوكړو.
ہر روز میں قرآن پڑھوں کاش! خدایا اللہ! تلاوت میں مرے دِل کو لگا دے
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشِقانِ رسول! د رَمَضَانُ المُبَارَك څلورم او خصوصي عبادت د لَیْلَۃُ الْقَدْر [يعنيقدر د شپې] عبادت دے. د قدر شپه ډىر د بركت شپه ده، دې ته لَیْلَۃُ الْقَدْر هم وائي،