Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

الله پاك په قرآنِ كريم كښې ارشاد فرمائي:

لَیْلَةُ الْقَدْرِ ﳔ خَیْرٌ مِّنْ اَلْفِ شَهْرٍؕؔ(۳)  (پارہ:30،سورۂ قدر، آیت:3)

[مفهوم] ترجمۂ کَنْز العِرْفان: شپه د قدر د زرو مياشتو نه بهتر (ده).

       سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! كوم بنده چې د قدر په شپه عبادت اوكړي، هغه ته به د زرو مياشتو (يعني 83 كالو او 4 مياشتو) نه هم زيات د عبادت ثواب نصيب شي.

      شبِ قدر د رَمَضَانُ المُبَارَك په آخرئ عشره كښې په طاق شپو (يعني يو ويشتمه، درې ويشتمه، پينځه ويشتمه، ووه ويشتمه او يو كم ديرشمه شپه) كښې يو شپه وي، په دې باره كښې نور اقوال هم دي، زيات عُلماء دا وائي چې د رَمَضَانُ المُبَارَك په ووه ويشتمه شپه شبِ قدر وي. مونږ له پكار دي چې پورا رَمَضَانُ المُبَارَك د غفلت نه بچ شو، خاص طور په آخرئ عشره كښې په طاقو شپو كښې خو خامخا عبادت اوكړو. 

(5) اِعتِكاف

     د رَمَضَانُ المُبَارَك پينځم اهم عبات اعتِكاف دے. نفل اعتِكاف خو هر وخت كيدے شي خو چې كوم اعتِكاف سُنَّتِ مُؤَكَّده دے، هغه په رمضانُ المُبارك كښې كيږي.  د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د پوره رَمَضَانُ المُبَارَك اعتِكاف هم ثابت دے او د آخرئ عشرې اعتِكاف خو تاجدارِ انبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ډىر محبوب وو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د آخرئ عشرې اعتِكاف ډير اهتِمام كولو. تر دې چې يو ځل د څه سبب په وجه په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې اعتِكاف اونكړے شو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

په شوال كښې اعتِكاف اوفرمائيلو.[1]


 

 



[1]...  بخاری،کتاب الاعتکاف،باب الا عتکاف فی الشوال ،  صفحہ:533،حدیث:2041 ۔