Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren
اے الله پاكه! رَمَضَانُ المُبَارَك زمونږ د پاره سلامتيا والا جوړه كړې، زمونږ له طرفه دا سلامته اوساتې، دا مباركه مياشته زمونږ نه داسې رُخصته شي چې مونږه بخښلے شوي يو، ستا رحمتونه مونږ ته نصيب وي او ستا له طرفه مُعافـي زمونږه مقدر جوړ شوي وي.
اِلٰہی! عافیت دینا، سلامت دِل عطا کرنا عطا کر دے تُو صِحّت، ماہِ رمضان آنے والا ہے[1]
(3) خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خُطبه ارشاد فرمائيله
د رَمَضانُ المُبَارَك استقبال په تَعَلُّق سره د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا معمول مبارك وو چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خُطبه ارشاد فرمائيله، په هغې كښې به ئې د رَمَضانُ المُبَارَك فضائل او بركات بيان فرمائيلو. راځئ! د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درے مباركې خُطبے اوريدلو سعادت حاصلوو:
حضرت اَبُوھُریرہ رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: يو ځل رَمَضَانُ المُبَارَك راغله نو خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خطبه وركړه، اوئې فرمائيل: قَدْ جَآءَکُمْ شَہْرٌمُبَارَکٌ بيشكه تاسو ته مباركه مياشت راغله، اِفْتَرَضَ اللّٰہُ عَلَیْکُمْ صِیَامَہٗ الله پاك د دې مياشتې روژې په تاسو فرض كړي دي، یُفْتَحُ فِیْہِ اَبْوَابُ الْجَنَّۃِ په دې مياشت كښې د جنَّت دروازے بيرته كيږي وَ تُغْلَقُ فِیْہِ اَبْوَابُ الْجَحِیْمِ او په دې مياشت كښې د دوزخ دروازے بنديږي وَ یُغَلُّ فِیْہِ الشَّیَاطِیْنُ او په دې مباركه مياشت كښې شيطانان تړلے كيږي.[2]