Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! رَمَضَانُ المُبَارَك چې راشي نو جماتونه آباد شي، د تلاوت كوونكو شمير زياتيږي، د عبادت ګزارو شمير هم زياتيږي، هغه خلق چې پوره كال لمُونځ طرف ته نه راځي، هغوئي ته هم هدايت نصيب كيږي، هغوئي هم جماتونو طرف ته راځي، البته د خلقو يو شمير داسې دے چې په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې هم د غفلت په خوب اوده پراته وي، په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې جماتونو ته لمَانځه له نه ځي، الله پاك دِ مونږ ټولو ته د نيكئ كولو توفيق راكړي، مونږه د منافقانو د كارونو نه بچ شو، نيكئ اوكړو او د نيك بندګانو پيروي اختيار كړو.
د رَمَضان مبارك درے وختونو خاص حِفاظَت اوكړئ!
اے عاشِقانِ رسول! د رَمَضَانُ المُبَارَك خاص درے وختونه هغه دي په كومو كښې چې عام طور غفلت كيږي، يعني كوم خلق چې روژې نيسي، عبادت كوي، پوره تراويح ادا كوي، تلاوت هم كوي، د هغوئي هم يو شمير دے چې دا درے وختونه ترې په غفلت كښې تيريږي: (1) د روژه ماتي وخت: دا وخت د دُعا د قبليدو وخت دے، ټوله ورځ روژه وي، په دې وخت كښې بدني طور كمزوري محسوسيږي، كيدے شي چې په دې وجه د دُعا غوښتلو او ذِكر و اَذكار وغيره نه غفلت كيږي. (2) د ماښام نه ماسخُتن پورې وخت: دا وخت هم عام طور په غفلت كښې تيريږي، روژه ماته كړي، بعض