Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

د رَمَضَانُ المُبَارك د بےحُرمتئ انجام

    حضرتِ علّامه اِبنِ جَوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي: د الله پاك آخري نبـي، رسول هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: زما خوا ته حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام حاضر شو او عرض ئې اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! په ورځ د قيامت به يو ځلمے راويستے شي، هغه به غمژن وي، ژاړي به، فرښتے به د اوسپنې او د اور په ګُرزونو په زور روان كړے وي، هغه ځلمے به د زرو كالو پورې اَلْاَمَان!  اَلْاَمَان!وائي خو هغه ته به امان نه وركړے كىږي، بيا به هغه ځلمے زر كاله پس د ربّ قهار په بارګاه كښې پيش كړے شي، الله پاك به د عذاب فرښتو ته حكم اوكړي چې دا دوزخ ته پړمخ غوزار كړئ! د حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام دا بيان ئې چې واوريدلو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے جبريل (عَلَيْهِ السَّلام)! دا به څوك وي؟ عرض ئې اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا به ستاسو يو اُمَّتـي وي. اوئې فرمائيل: د هغه ګناه به څه وي؟ عرض ئې اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا به هغه بدنصيبه وي، چا چې رَمَضَانُ المُبَارَك موندلي وه خو د توبه او اِستِغفَار په ځائے د رَمَضَانُ المُبَارَك مياشت په ګناهونو كښې تيره كړي وي.[1]  

    د الله پناه! د الله پناه! اے د رَمَضان عاشِقانو!  غور اوكړئ! په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې


 

 



[1]... بستان الواعظین ،صفحہ:188 ۔