Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

مسلمانانو په بازار كښې خوراك كوې؟ هلك ورته په جواب كښې اووئيل: پلاره! ته خو هم په رَمَضَانُ الْمُبَارَك كښې خوراك كوې. پلار ئې اووئيل: زه د مسلمانانو په مخكښې نه بلكه په خپل كور كښې پټ خوراك كووم، د دې مباركې مياشتې بے ادبي نه كووم. څه موده پس هغه كس مړ شو. چا په خوب كښې اوليدلو چه په جنَّت كښې ګرځي نو حيران شو او تپوس ئې ترې اوكړو چه ته خو مجُوسي وے ته څنګه جنَّت ته راغلے؟ هغه اووئيل: ”واقعي زه مجُوسي ووم خو چه كله مې د مرګ وخت راغے نو الله پاك د رَمَضَانُ الْمُبَارَك د اِحترام په بَرَكت ما ته د اِيمان دولت راكړو او د مرګ نه پس ئې جنّت ته داخِل كړم.“[1]

رہوں قائِم  میں  توبہ  پر،  خُدایا  فضل  ایسا  کر                 گناہوں  سے  دے نفرت  ماہِ رمضان آنے والا ہے

     سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! اے عاشِقانِ رسول! د رَمَضَانُ المُبَارَك هم څه ښكلے شان دے! د رَمَضَانُ المُبَارَك د تعظيم له بركته الله پاك يو مجوسي (يعني د اور عِبادت كوونكي غيرمُسلمه) ته د اِيمان دولت عطا كړو او جَنَّت ته ئې هم داخل كړو. افسوس! اوس د مسلمانانو په زړونو كښې د رَمَضَانُ المُبَارَك اِحتِرام په كميدو دے، څومره داسې غافِله [مسلمانان] دي چې په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې خو اوَّل روژې نه نيسي، دا كبيره ګناه، حرام او دوزخ ته بوتلونكے كار دے، بيا د روژې دومره بےحرمتي كوي چې * د روژه دارو په مخ كښې خوراك څښاك كوي * سګريټ څښي* پان خوري * تر دې چې بعضې دومره بے شرمه دي چې د خلقو په مخ كښې اوبو څښلو او طعام خوړلو كښې هډو شرم نه كوي. الله پاك دې مونږه د رَمَضَانُ المُبَارَك د بےقدرئ نه محفوظه اوساتې.


 

 



[1]...فیضانِ رمضان، صفحہ:57۔