Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren
ګناه كول او د دې مُقَدَّسې مياشتې بےحرمتي كول څنګه نُقصان ده دي....! د رَمَضَانُ المُبَارَك بے قدري كوونكي دِ د دې نه عبرت واخلي، لږ سوچ اوكړئ....! مونږه به تر څو پورې په دې دُنيا كښې ژوندي اوسو؟
ایک دن مرنا ہے آخر موت ہے کر لے جو کرنا ہے آخر موت ہے
يوه ورځ به عزرائيل عَلَيْهِ السَّلام راشي، زمونږه مال، دولت، خپلوان، اولاد، دوست او ملګري به په كار رانشي. ټول به ګوري او زمونږ د بدن نه به روح اوځي، بيا به غَسَّال [يعني مړي ته غُسل وركولو والا] را اوبللے شي، هغه به راته غُسل راكړي، كفن به را ته واغوستې شي، آه، هائے افسوس! بيا به [مسلمانان] زمونږه جنازه ادا كړي او مونږه به د تيارو نه ډك قبر ته كوز كړي [او قبر به را پسې بند كړي او د خاورو ډيرے به را باندې جوړ كړي]. الله دِ نكړي! الله دِ نكړي! * كه مونږه د رَمَضَانُ المُبَارَك شپې په ګناهونو كښې تيرې كړي وي * په فضول څيزونو كښې مشغوله اوسيدلو سره مو د رَمَضَانُ المُبَارَك بے حرمتي كړى وي * كه ربّ ناراضه شي * د هغې په سبب په قبر كښې مونږه ګير شو * د قيامت په ورځ مو اونيسي نو لږ غور اوكړئ! زمونږ به څه حال وي؟ * الله دِ نكړي كه د الله پاك رحمت نصيب نه شي * د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت نه محرومه شونو څه به كوو؟
گر تُو ناراض ہوا میری ہلاکت ہو گی ہائے میں نارِ جہنّم میں جلوں گا یا رَبّ!
عفو کر اور سدا کے لئے راضِی ہو جا گر کرم کر دے تو جنّت میں رہوں گا یارَبّ![1]