Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

پابندئ سره هغه نيكي اوكړي، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! الله پاك به ورته د رَمَضَانُ المُبَارَك په بركت په دغه نيكئ باندې استقامت وركړي.

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو!  شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت  دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د نيك جوړيدلو يوه ښكلي نُسخه را عطا كړي ده: د اسلامي ورونړو د پاره 72 نیک اعمال دي، د اسلامي خويندو د پاره 63 نیک اعمال دي، د جامعةُ المَدينه د طالب علمانو د پاره 92 نیک اعمال دي. الله دې نصيب كړي چې مونږه په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې په دې نیک اعمالو باندې په مضبوطيا سره عمل اوكړو، د نيك اعمال رساله حاصله كړئ، هغه اولولئ او مخے ته ئې اونيسئ او د دې مطابق د رَمَضَانُ المُبَارَك پوره جدول په يو كاغذ اوليكئ. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ!  په دې نیک اعمال كښې ټوله څه دي * پينځه وخت لمُونځ د جمعې سره ادا كولو عمل هم په دې كښې دے * په دې كښې تَهَجُّد هم دي * اشراق و څاښت نوافل هم دي * اَوَّبِين هم دي * په دې كښې د قرآنِ كريم تلاوت هم دے * د مور و پلار خدمت هم دے * په دې كښې د علمِ دين زده كولو نيك عمل هم دے. كه مونږه په دې باندې مضبوطيا سره عمل اوكړو، او د يكم رَمَضَانُ المُبَارَك نه تر آخري تاريخه پورې په پابندئ سره د نيك اعمالو رساله ډكه هم كړو نو د الله پاك په فضل و كرم او د رَمَضَانُ المُبَارَك په بركت سره به په دې نیک اعمالو استقامت را نصيب شي او كه په دې نیک اعمالو استقامت رانصيب شو نو يقين اوكړئ ډىر خوش قسمته به يو * زمونږ كردار به صفا شي * د عبادت شوق به زيات شي *  د الله پاك مَحَبَّت به درنصيب شي * عشقِ رسول به مو زيات شي *  د زړه زنګ

به لرې شي * او زړه به د نُور نه اوپړقيږي. اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد