Nafarmani Ka Anjam

Book Name:Nafarmani Ka Anjam

ګناهونه ګويا سړې خواره ځناوران دي دي

      اِمام محمد بِن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په نُورِ بصيرت سره خپل باطِن اوګوره! ستا باطن قِسماقِسَم سړې خورو ځناورو راګير كړے دے، غُصَّه، شَهوَت، كينه، حسد، تكبُّر، خپل ځان ښه ګنړل، رياكاري، دا ټول سړې خواره ځناوران دي، نن تاسو ته د دې سړې خورو ځناورو د چيچلو تكليف نه محسوسيږي خو د مرګ نه پس به په قبر كښې پرده اوچته شي، بيا به تاسو دا سړې خواره ځناوران اووينې. آؤ! تاسو به ئې په خپلو سترګو اووينئ چې ګناهونه د لړمانانو، مارانو په شكل كښې ستاسو نه راچاپيره شوي دي، يقين اوكړئ! دا بد، ګنده عادتونه په حقيقت كښې خوفناك سړې خواره ځناوران دي، كوم چې دا وخت ستاسو سره موجود دي، خو د دوئي سخت ويروونكي شكلونه به تاسو ته په قبر كښې ښكاره كيږي، ښه دا ده چې د مرګ نه مخكښې مخكښې دا سړې خواره ځناوران مړه كړئ! [يعنې] ګناه كول پريږدئ! [1]

ګناه لس بدئ راوړي

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ګناه او نافرماني سخت هلاك كوونكي دي، د مسلمانانو دويم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عمر فاروق رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: ګناه اګرچې يوه وي، خو ځان سره لس بدئ راوړي: (1) ګناه كوونكے الله پاك په غضب كښې راولي (2) ګناه كوونكے اِبليس (يعني


 

 



[1]...احیاءُالعلوم مترجم، جلد:4، صفحہ:559۔