Book Name:Nafarmani Ka Anjam
برخه اخلي، دا اجتماع ټوله شپه وي او په آخر كښې د 15 شَعْبَانُ المُعَظَّم نفلي روژے نيولو د پاره د پيشمني اهتمام هم كيږي. نيک بخته عاشقان رسول د پينځلسم شَعْبَانُ الْمُعَظَّم د نفلي روژې نيولو سعادت هم حاصلوي۔ ډير ښکلے او زړه نرموونکے ماحول وي. تاسو هم په دې اجتماع كښې د شرکت کولو او د شعبان پينځلسمه شپه په نيكو كښې د تيرولو نِيَّت اوكړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم! ډير بركتونه به در نصيب شي. راځئ چې د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے واورو:
د ګناهونو ډک ژوند کښې مدني انقلاب
د لاهور (پنجاب) د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: د دعوتِ اسلامي ’’ديني ماحول‘‘سره د تړون نه مخكښې به زه زيات د بدمذهبو په صحبت كښې پاتې کيدم او د دې سره سره په نورو ډىرو ګناهونو کښې هُم ګرفتار ووم، زما د ګناهونو نه ډك ژوند كښې د نيكو سپرلے داسې راغے چې يو ځل يو اسلامي ورور ما ته د شبِ بَراءَت په سلسله كښې كيدونكې د سنتو ډكه اجتماع كښې د د شرکت کولو دعوت راكړو، ما د هغوئي دعوت قبول كړو او د شبِ براءت په اجتماع كښې شريك شوم، د دعوتِ اسلامي د مُبَلِّغ پر سوز او ژړوونكي بيان اوريدو سره زه په خپلو ګناهونو پښيمانه شوم، په ما باندې د الله پاك د نارضګئ ويره راغله او د سترګو نه مې اوښكې روانې شوې! د اجتِماع په آخره كښې يو اسلامي ورور ما ته د