Nafarmani Ka Anjam

Book Name:Nafarmani Ka Anjam

تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره خپل تَعَلُّق مضبوط ساتئ او د ذِيلي حلقے په 12 ديني كارونو كښې په اخلاص سره خپله  حِصَّه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د دې په بركت به د دين او دُنيا بے شميره بركتونه درنصيب شي. د ذِيلي حلقے په 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار ”هفته واره اجتماع“ هم ده. تاسو هم په دې هفته واره اجتماع كښې پابندئ سره شرکت کوئ! د دې په بركت به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! ډير علمِ دِين زده كړئ، په نيكه اجتماع كښې د شركت ثواب به هُم په لاس درځي، زړه به مو پاك شي او د ګناهونو نه به مو نَفرت هُم پيدا شي او كه الله پاك اوغواړي نو بخښنه به مو هم نصيب شي.   

    اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول كښې په غټو شپو كښې مَثَلاً شَبِ براءَت، شبِ قدر، شبِ معراج وغيره کښې هُم د اجتماعاتو اهتمام كيږي: * په شبِ براءت کښې د دعوتِ اسلامي  مدني مركزونو فضانِ مدينه او د شعبۀ ائمه مساجد زير انتظام جماتونو كښې د ماښام د جمعې نه پس د شبِ براءت د شپږو نفلونو ترغيب هم ورکولے كيږي. او خوش نصيبه عاشقانِ رسول د دې نفلونو کولو سعادت هم حاصلوي * د قرآنِ كريم تلاوت هم كيږي،  * بيا د ماسخُوتَن د لمَانځه نه پس د شبِ براءت اجتماع هم کيږي  * په دې  كښې تلاوت،  * نعت،  * د سُنَّتو ډك بيان  * او د ژړوونكي دُعا  سلسله هُم وي، ټوله دنيا کښې په لکونو عاشقان رسول دې پاکه اجتماع کښې خپلو خپلو ښارونو کښې