Book Name:Nafarmani Ka Anjam
د هغه نه رضا كيږم او چې كله زه د هغه نه رضا شم نو هغه ته بركتونه عطا كووم. چې كله بنده زما نافرماني كوي نو زه د هغه نه ناراضه شم او چې كله زه د هغه نه ناراضه شم نو په هغه باندې لعنت ليږم او زما دا لعنت د هغه اوؤ [7] نسلونو ته رسي. [1]
څومره قومونه وو چې تباه کړے شوي دي....!!
آه! * څوك چې د الله پاك نافرماني كوي * په ګناهونو باندې قائم وي او خپل ګناهونه د ښو ظاهرولو د پاره قِسما قِسم بهانے جوړوي * سُود ته منافع وائي * بے حىائيئ ته به د جِدَّت نوم وركړي* بےپردګئ ته د فيشن نوم وركړي، داسې ناپوهه خلق دې لږه اندازه اولګوي، چې آخر دوئي نافرماني د چا كوي...! نن د ځانه خبرو جوړولو، د ګناه نوم بدلولو او په ظاهره زړه ته د تَسَلَّـئ ورکولو خبرو كولو باندې که د ګناه كارونه چرې د خلقو په نظر كښې ښه هُم ښكاره کړئ نو آيا د الله پاك په بارګاه كښې به نه حاضريږئ؟ لږ سوچ خو اوكړئ! چې د كوم جَبَّار او قَهَّار نافرماني كوئ، آيا هغه نه ويني؟ آيا عملونه ليكونكې فرښتې زمونږ عملونه نه ليكي؟ [ولې نه!] او چې خبره هُم داسې ده نو بيا زړه ته د تسَلَّـئ ورکولو د الفاظو څه فائده...؟ ګناه خو آخِر ګناه ده. د ګناه انجام هميشه عبرتناك راوځي. الله پاك په قرآنِ كريم كښې ارشاد فرمائي: