Nafarmani Ka Anjam

Book Name:Nafarmani Ka Anjam

      دا د نافرمانئ انجام دے...! الله پاك ډير مهربانه دے، هغه مهلت وركوي، نيغې لارې ته د راتللو موقعے وركوي خو څوک چې نه سميږي، په نافرمانئ كښې انښتي وي، بے ويرې ګناهونه کوي نو هغوئي پخپله د الله پاك غضب ته دعوت وركوي، بيا چې كله د هغه قَهَّار او جَبَّار ربّ قهر پرې راشي نو بيا پکښې دا فرق نه وي چې څوك بادشاه دے او څوك فقير، څوك طاقتور دے او څوك كمزورے، چې كله د الله پاك قهر راشي نو بيا مال او دولت هيڅ په كار نه راځي، تاج او تخت بےكاره پاتې شي او د طاقت او قُوَّت تَکَبُّر ټوټې ټوټې شي.

     خو افسوس! مونږه نه ويريږو، د قبر او آخرت فِكر نه كوو، د شيطان په جال كښې انښلو، په دُنيا پسې روان يو، د نفساني خواهشاتو نه مجبوره شو او د الله پاك په نافرمانئ كښې اخته شو او دغسې د الله پاك قهر ته دعوت وركوو. كاش چې مونږه د پخوانو تيرو شوو قومونو د عبرت ناك انجام نه عبرت واخلو، كاش چې مونږه د ربِّ كريم په بارګاه كښې په سجده پريوځو او نافرمانئ پريږدو، كاش چې مونږ ته د رښتيني توبے توفيق رانصيب شي او د الله پاك او د هغه د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبرداره  بندګان جوړ شو.  

 زړونه اُلټه كړے شي

    اے عاشِقانِ رسول! د الله پاك فضل دے، د الله پاک د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كرم دے چې الله پاك د خپل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په