Nafarmani Ka Anjam

Book Name:Nafarmani Ka Anjam

د مسلسل نافرمانئ عبرتناك انجام

      حضرت منصور بِن عَمَّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زما يو ديني ورور وو، زما سره ئې ډير عقيدت ساتلو، زما په نظر كښې ډير عبادت ګزار، تهَجُّد ادا كوونكے او د الله له ويرې ژړيدونكے وو، يو ځل ما ته خبر اوشو چې زما ديني ورور بيمار دے او ډير كمزورے شوے دے، زه د هغه تپوس له د هغه كور ته لاړم، ما اوليدل چې هغه د كور په مينځ كښې پروت دے، مخ ئې تور شوے دے او سترګې ئې شنې شوې دي. ما هغه ته اوئيل: اے زما وروره! لَا اِلٰہَ اِلَّا اللّٰہُ ډير لوله! هغه خپلې سترګې اوغړولې او په ډيره ګرانه ئې ما ته اوكتل، بيا بے هوشه شو، ما ورته بيا تلقين اوكړو، په دې ځل هغه سترګې اوغړولې، ما ته ئې اوكتل، بيا ئې سترګې بندې كړې، بيا ورته ما په ډيره سختئ سره اووئيل:كه تا كلمه اونه لوستله، نو زه تا ته نه غُسل دركووم، نه در ته كفن اغوندم او نه ستا جنازه ادا كووم.

     د دې په اوريدلو هغه اووئيل: اے منصوره! زما او د كلمه طيبه په مينځ كښې پرده پيدا کړے شوې ده. ما اووئيل: لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّۃَ اِلّا بِاللّٰہِ! چرته لاړل ستا لمُونځونه؟ چرته لاړې ستا روژے؟  هغه  تهَجُّد او د شپې عبادتونه څه شو...؟  هغه په ډير افسوس سره اووئيل: اے منصوره! ما دا ټول هر څه د الله پاك د رضا د پاره نه كول، ما دا عبادتونه د رياكارئ په طور كول، زما دا خواهش وو چې خلق ما ته لمُونځ ګزاره، روژه دار او تهجُّد ګزاره اووائي، ما به د ښودنې په طور ذِكر هم كولو خو آه! كله به چې زه يواځې شوم نو ما به