Nafarmani Ka Anjam

Book Name:Nafarmani Ka Anjam

دروازه بنده كړه، جامے به مې ويستلې او ښه ډير شراب به مې اوڅښل او د الله پاك نافرمانيانې به مې كولې. بيا يو ځل داسې اوشو چې زه سخت ناجوړه شوم، زما د بچ كيدو اُميد نه وو، ما قرآنِ كريم په لاس كښې را واخستلو او تلاوت مې شروع كړو، ما به يو يو حرف لوستلو چې سُورۀ يٰسـين ته را اورسيدم نو دُعا مې اوكړه: اے الله پاكه! د دې قرآنِ كريم په بركت ما ته شِفا را عطا كړې، زه به بيا ګناه نه كووم.

     الله پاك د قرآنِ كريم په بركت ما ته شِفا راكړه خو افسوس! زه بيا په ګناهونو كښې مشغول شوم، ما توبه ماته كړه او په شيطان پسې روان شوم، تر ډيرې مودې پورې د ګناهونو دا سلسله روانه وه، بيا زه ناڅاپه په هُم هغه بيمارئ كښې اخته شوم، ما د مرګ سَورے اوليدو، په دغه ځل هُم ما بيا د قرآنِ كريم تلاوت اوكړو، د قرآنِ مجيد په وسيله مې دُعا اوكړه، توبه مې اوكړه، د ګناهونو مُعافي مې اوغوښتله، الله پاك زه بيا مُعاف كړم او ما ته شِفا رانصيب شوه.

    خو آه! زما بے وقوفي...! د صحت يابه کيدلو سره زه بيا په خواهشاتو پسے روان شوم، زه بيا د ګناهونو كندې ته ور داخل شوم او د نافرمانيانو كولو په وجه مې الله پاك ناراضه كولو، اوس په دريم ځل الله پاك زه بيا په هغه زوړ مرض كښې اخته كړم، په دې ځل ما بيا هغه طريقه اختيار كړه، ما قرآنِ پاك را اوغوښتلو، بيرته مې كړو خو افسوس! زما ژبه بنده كړے شوه، ما قرآنِ كريم لوستل غوښتل خو يو حرف مې هم نه شو لوستلے، د دې حالت نه ما ته معلومه شوه چې الله پاك زما نه سخت ناراضه دے، بيا ما د الله پاك