Book Name:Nafarmani Ka Anjam
لعنت پرې را وريږي او د توبې توفيق هم نه ورنصيب كيږي، داسې بنده د توبې كولو نه بغير په نافرمانئ كښې اخته وي او په دغه حالت کښې مړ شي.
الله پاك دې مونږه د داسې ذِلَّت او رُسوائيئ نه بچ اوساتي، كاش چې د رښتينې توبے توفيق را نصيب شي.
نافرماني د ذِلَّت او رُسوائيئ سبب دے
اے عاشِقانِ رسول! د الله او رسول نافرماني د ذِلَّت او رُسوائيئ سبب دے، كوم بنده چې د الله پاك نافرماني كوي، توبه نه كوي، الله پاك طرف ته رجوع نه كوي، هغه بنده د الله پاك په بارګاه كښې ذِليله او رُسوا كيږي، او د الله پاك په بارګاه كښې د هغه هيڅ حيثِيَّت نه وي، كوم بنده چې د الله پاك په بارګاه كښې ذِليل او رُسوا شي، هغه ته چرته عِزَّت نه نصيب كيږي.
په وولسمه سيپاره ، سورۀ حج، آيت: 18 كښې ارشاد دے:
وَ مَنْ یُّهِنِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ مُّكْرِمٍؕ- (پارہ:17،سورۂ حَج:18)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او څوک چې الله ذليله كړي هغه له هيڅ څوك عِزَّت وركولو والا نشته.
په تفسير صراطُ الجِنان كښې د دې آيتِ كريمه لاندې دي: معلومه شوه چې عِزَّت او بهادري د يو قوم يا يو کس ميراث نه دے، چې ګني يو بنده که هر څومره ناروا كارونه اوكړي، خپله اعمال نامه د ګناهونو نه ډكه كړي، د هغه كردار د نافرمانئ په وجه داغداره وي او د دې باوُجود دِ هغه د عِزَّت