Nafarmani Ka Anjam

Book Name:Nafarmani Ka Anjam

     ځکه نن وخت دے، ښه دا دي چې نن بلكه اوس په دې ساعت رښتينې توبه اوكړو، ګناه كول پريږدو او پوخ نِيَّت اوكړو چې * نور به كله هم ګناه نه كوو * نور به زمونږ نه يو لمُونځ هم نه قضا كيږي * د رمضان د مياشتې روژې به پوره نيسو* که زكوٰة راباندې فرض شي يا فرض وي نو هغه به هم پوره پوره ادا كوو * په مخ باندې به د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت بلکه سنتِ انبيا يعني ګيره مباركه هم پوره يو مُوټے پريږدو * د فلمونو، ډرامو كتلو، سندرو او باجو اوريدلو په ځائے به د مدني چينل د علم نه ډك پروګرامونه ګورو * نعتونه به اورو* تلاوت به كوو او اورو به ئې. اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم!

توبه او اِسْتِغْفَار د ښه ژوند ذريعه ده

      الله پاك په قرآنِ كريم كښې ارشاد فرمائي:

وَّ اَنِ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوْبُوْۤا اِلَیْهِ یُمَتِّعْكُمْ مَّتَاعًا حَسَنًا اِلٰۤى اَجَلٍ مُّسَمًّى وَّ یُؤْتِ كُلَّ ذِیْ فَضْلٍ فَضْلَهٗؕ-وَ اِنْ تَوَلَّوْا فَاِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ كَبِیْرٍ(۳)  (پارہ:11،سورۂ ھُوْد:3)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او دا چې د خپل ربّ نه مُعافي اوغواړئ بيا د هغه طرف ته توبه اوكړئ نو هغه به تاسو ته د يو مقرر شوي وخت پورې ډيره فائده دركړي او هر فضيلت والا ته به خپل فضل عطا كړي او كه تاسو مخ واړوئ نو زه په تاسو باندې د غټې ورځې د عذاب ويره لرم.