Book Name:Nafarmani Ka Anjam
شيطان) خوشحالوي (3) ګناه كوونكے د جنَّت نه لرې كيږي او (4) دوزخ ته نِزدې كيږي (5) ګناه كوونكے په خپل ځان باندې ظُلم كوي (6) ګناه كوونكے خپل باطن ناپاكه كوي (7) ګناه كوونكے عملونه ليكونكو فرښتو ته تكليف وركوي (8) ګناه كوونكے نبـي كريم صَلَّى اللهُ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غمژن كوي (9) ګناه كوونكے زمكه او اسمان خپل خلاف ګواه جوړوي (10) ګناه كوونكے د انسانانو سره خيانت او د الله پاك نافرماني كوي.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوس وخت دے، زمونږ ساه ګانې چليږي، د توبے دروازه بيرته ده، که نن توبه اوكړو نو د ګناهونو د مُعافـئ صورت كيدے شي * الله دِ نكړي كه د ګناه كولو په وخت مَلَكُ المَوت عَلَيْهِ السَّلام تشريف راوړي * ساه ګانې مو بندې شي * رُوح مو د بدن نه جُدا شي * او آه! د ګناه كولو سره قبر ته كوز شو * الله پاك او د هغه رسول (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) را نه خفه شي * په ګناهونو اونيولے شو* که زمونږه دغه ګناهونه د سړې خورو ځناورو صورت اختيار كړي او په قبر كښې راشي * ماران او لړمانان مو د بدن نه راتاؤ شي * د قبر ديوالونه د يو بل سره يو ځائے شي [او زمونږه پوښتئ په يو بل كښې ننوځي او ټوټې ټوټې شي] نو د تِيارو نه ډك قبر او د ويرې نه ډك هغه ماحول كښې به په مونږ څه تيريږي؟ چا ته به د مدد د پاره نعرے وهُو؟