Book Name:Nafarmani Ka Anjam
عِزَّت صرف د الله پاك په فرمانبردارئ كښې دے
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چې عِزَّت صرف او صرف د الله پاك په فرمانبردارئ كښې دے، څوك چې د الله پاك نافرماني كوي، هغه ذليله او رُسوا كيږي. د ټولو مسلمانانو مور بي بي حضرت عائشه صِدِّىقه رَضِیَ اللهُ عَنْها يو ځل حضرت امير مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ ته د نصيحت نه ډك خط اوليكلو، په هغې كښې ئې اوفرمائيل: بے شكه كوم بنده چې د الله پاك نافرماني كوي، د هغې په سزا كښې د هغه كس تعريف کوونكي خلق د هغه بدي بيانوي.[1]
حضرت اِمام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې كله بنده نيكي كوي نو دا نيكي د هغه په زړه كښې نُور او د بدن طاقت جوړيږي او چې كله بنده ګناه كوي نو دا ګناه د هغه په زړه كښې تِياره راولي او بدن ئې كمزورے كوي.[2]
نافرماني د آفتونو او مصيبتونو سبب دے
الله پاك په قرآنِ كريم كښې ارشاد فرمائي: