Book Name:Nafarmani Ka Anjam
کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم حيران شو چې دا څوك ذِی مَرتبه [يعني اوچتې مرتبے والا] دے! چې كله هغه لاړو نو سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چې كله په ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسے ئې لوَلي.[1] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو.
اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ
د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چې داسې دُرود شريف اولوَلي، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي.[2] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.
جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ
حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د دې د لوستونكي د پاره فرښتے يو زر ورځو پورې نيكئ ليكي.[3] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو.