Book Name:Nafarmani Ka Anjam
وَ كَمْ اَهْلَكْنَا مِنَ الْقُرُوْنِ مِنْۢ بَعْدِ نُوْحٍؕ-وَ كَفٰى بِرَبِّكَ بِذُنُوْبِ عِبَادِهٖ خَبِیْرًۢا بَصِیْرًا(۱۷) (پارہ:15 ،سورۂ بَنِی اِسْرَائِیْل:17)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او مونږه څومره (قومونه) د نُوح نه پس هلاك كړل او ستا ربّ كافي دے د خپلو بندګانو د ګناهونو نه خبردار ليدونكے.
الله! الله! هغه څنګه قومونه وو، هغوئي ته په دُنيا كښې عِزَّت وركړے شوے وو، طاقت وركړے شوے وو، هغوئي مالداره وو، د هغوئي غټ غټ طاقتور بدنونه وو خو هغوئي نافرماني اوكړه، ګناهونه ئې اوكړل، د نيكئ دعوت وركوونكو خبره ئې وانوريدله، ضديان جوړ شو، په ګناهونو كښې به اخته اوسيدل، توبه ئې اونكړه، نو آخِر په هغوئي د الله پاك قهر او غضب نازل شو او د هغوئى نوم او نشان د دُنيا نه ورانه كړے شوه.
په تيرو شوو قومونو راغلي عذابونه
قَومِ عاد ډير طاقتور قوم وو، د هغوئي ډير اوچت اوچت قدونه او غټ غټ بدنونه وو، هغوئي به غرونه تراشل او ځان له به ئې پکښې ښكلي ښكلي كورونه جوړول، الله پاك هغوئي ته مال او دولت وركړے وو، نعمتونه ئې ورعطا كړي وو، خو هغوئي نافرماني اوكړه، د الله پاك نبـي حضرت هُود عَلَيْهِ السَّلام ئې دروغژن اوګنړلو، په كفر كښې اخته شو، په ګناهونو قائم پاتې شو، ضديان جوړ شو، آخِر په هغوئي باندې د ربِّ قَهَّار قهر نازل شو، الله پاك پرې د سيلئ د طوفان عذاب راوليږلو، هغه د سيلئ طوفان ډير ىخ، وچ او د