Nafarmani Ka Anjam

Book Name:Nafarmani Ka Anjam

نافرماني د لعنت راوريدلو سبب دے

       په شپږمه سيپاره ، سورۀ مائـده، آيت: 78 كښې الله پاك ارشاد فرمائي:

لُعِنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْۢ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَلٰى لِسَانِ دَاوٗدَ وَ عِیْسَى ابْنِ مَرْیَمَؕ-ذٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَّ كَانُوْا یَعْتَدُوْنَ(۷۸)

(پارہ:6،سورۂ مائده:78)

[[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: لعنت اوكړے شو په هغوئي باندې چا چې كفر كړے وو په بنـي اسرائيلو كښې د داؤد او عيسٰى ابن مريم په ژبه باندې، دا بدله وه د هغوئي د نافرمانئ او سركشئ.

      په دې آيتِ كريمه كښې بيان شوي دي چې کله بنـي اسرائيلو نافرماني اوكړه، هغه خلق په ګناهونو كښې د حد نه تير شو، د الله پاك حدونه ئې مات كړل نو حضرت داؤد او حضرت عيسٰى عَلَيْهِمَا السَّلام په هغوئي باندې لعنت اوكړو. نو هغه خلق په عذاب كښې ګير شو. معلومه شوه چې د الله پاك نافرماني د لعنت راوريدلو سبب دے.

په نافرمانه باندې د الله پاك لعنت

       د حضرت وَهْب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے چې الله پاك د بنـي اسرائيلو يو نبـي عَلَيْهِ السَّلام ته وحــي اوفرمائيله: بنده چې كله زما اطاعت كوي نو زه