Book Name:Nafarmani Ka Anjam
ژوند تيروي.... نه! نه! داسې نه شي كيدے بلكه څوك چې په خپلو اخلاقو او كردار، نيكو عملونو، خير خواهئ او د همدردئ په وجه خپل ځان د عِزَّت حقدار ثابتوي، الله پاك هغه ته عِزَّت وركوي او څوك چې مسلسل په نافرمانئ كښې اخته اوسي، هغه د ذِلَّت جَوَورې كندې ته غورځولے كيږي.[1]
حضرت جُبَير بِن نُفَير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې كله مسلمانانو قُبرُس فتح كړو، ما اوليدل چې صحابـئ رسول حضرت ابُودرداء رَضِیَ اللهُ عَنْهُ يواځې ناست دے او ژاړي، زه د هغوئي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ په خدمت كښې حاضر شوم او عرض مې اوكړو: حُضُور! نن خو الله پاك مسلمانانو ته په كافِرو باندې غلبه وركړې ده (يعني نن خو د خوشحالئ ورځ ده) او تاسو اوښكې توئيوئ؟ حضرت ابُودرداء رَضِیَ اللهُ عَنْهُ اوفرمائيل: اے جُبَيره! غور اوكړه...! څوك چې د الله پاك نافرماني كوي، هغه د خپل رب په دربار كښې سپكيږي، د قُبرس اوسيدونكي څنګه د غلبے او عِزَّت خاوندان وو، هغوئي د الله پاك احكامات پريښودل، د خپل ربّ نافرماني ئې اوكړه نو د هغوئي دا حال شو (چې نن ئې شكست اوخوړو او ذِليله او رُسوا شو).[2]