Book Name:Nafarmani Ka Anjam
په بارګاه كښې عرض اوكړو: يا الله پاكه! د قرآنِ كريم په بركت ما ته شِفا راكړې.
په دې ځل د غيب نه آواز راغے: چې كله ته ناجوړه كيږي، نو توبه كوې او چې كله ټيك شې نو ګناه كوې. چې كله تكليف در اورسي نو ژاړې او چې كله درته شِفا نصيب شي نو په بدئ او نافرمانئ كښې اخته كيږې. ته په څومره مصيبتونو او ازميښتونو كښې اخته شوې، الله پاك ته د هغې نه خلاص کړې، د دې باوُجود ته په ګناهونو كښې اخته شوې، آيا تا سره د مرګ ويره نه وه...؟ ته عقل لرې، پوهه ئې، بيا هم غافله پروت وې، الله پاك په تا فضل اوكړو، تا هغه هير كړو، تا څو ځله د الله پاك سره وعده اوكړه او بيا دې ما ته كړه.
حضرت منصور بِن عَمَّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: هغه دا خبرې كولې او ژړل ئې، زه د هغه د خوا نه پاڅيدم، لا د هغه د كور په دروازه بهَر شوے نه ووم چې هغه مړ شو.[1]
اے عاشِقانِ رسول! دا د نافرمانئ انجام دے...! بے شكه د الله پاك رحمت ډىر لوئ دے، بے شكه الله پاك د خپلو بندګانو توبه قبلوي خو د هغې مطلب دا هيڅ كله نه دے چې مونږه د توبې په اُمِّىد په ګناهونو او نافرمانو باندې زَړَوَر شو، توبه ډيره اوچته نيكي ده خو د دې توفيق هر يو ته نه نصيب كيږي، بعضې وخت د نافرمانئ د وبال په طور زړه اُلټا كړے شي، د الله پاك