Nafarmani Ka Anjam

Book Name:Nafarmani Ka Anjam

بدې ردې وائي. معلومه شوه څوک چې نافرمانه دے، هغه خپل فضيلت ختموي او د انسانيت د درجے نه لاندې د ذِلَّت جَوَورې كندې ته غورځيږي.

د سُود خور په قبر كښې عذاب

    اے عاشِقانِ رسول! نافرماني صرف په دُنيا كښې نه، په قبر او آخرت كښې هم د ذِلَّت سبب ده. عَلامه اِبنِ حجر مَكِّي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: كله چې زه وړوكے ووم نو زه به پابندئ سره د خپل والدِ صاحب قبر ته حاضريدم او د قرآنِ پاك تلاوت به مې كولو. يو ځل په روژه مبارکه كښې زه د سحر لمَانځه نه پس مقبرے ته لاړم، دغه وخت په مقبره كښې زما نه علاوه بل هيڅ څوك نه وو، زه د خپل والِد صاحب د قبر خوا ته كښيناستم او د قرآنِ كريم تلاوت مې شروع كړو، لږ ساعت پس مې ناڅاپه د ژړا آواز واوريدلو. ژړيدونكي بار بار ”آه! آه!“  كول. ما چې غور اوكړو نو دا آواز نِزدې د يو سپين پړقيدونکي قبر نه راتللو، ما تلاوت كول پريښول او هغه آواز ته مې غوږ كيښودو، د قبر دننه نه راتلونکي د عذاب آواز زړه بےقراره كولو، بيا چې لږ ساعت پس رنړا خوره شوه نو هغه آواز اوريدل بند شو.

     بيا هلته د خلقو تګ راتګ شروع شوے وو، ما د يو كس نه تپوس اوكړو: دا د چا قبر دے؟ هغه اووئيل د فلاني قبر دے. ما قبر والا اوپيژندلو، ما دا قبر والا ليدلے وو، ډير زيات به جمات ته راتللو، لمُونځونه به ئې په وخت ادا كول، د بے ځايه خبرو كولو نه به ئې پرهيز كولو خو د دې باوُجود په هغه باندې په قبر كښې عذاب وو، دې خبرې په ما ډير اثر اوكړو. ما چې