Book Name:Nafarmani Ka Anjam
دا واقعي داسې تَصَوُّر دے چې زړه ورسره د ويرې نه درزيږي. نو بيا فيصله اوكړئ چې نن ګناه پريښودل او د الله پاك په فرمانبردارئ كښې لګيدل آسان دي او که صبا په قبر كښې د عذابونو سره مخامخ كيدل آسان دي؟ يقيناً په مونږ كښې هيڅ څوك داسې نشته چې د قبر او آخرت عذابونه برداشت كړے شي. ځکه مو خير په دې كښې دے چې د نن نه توبه اوكړو، اوس وخت شته دے، اوس لا مونږه په دې دُنيا كښې يو، ساه اخلو، الله پاك راته مُهلَت راكړے دے، د توبے دروازه هم بيرته ده، ځکه مونږ له پكار دي چې نن د خپلو ګناهونو نه رښتينې توبه اوكړو، د الله پاك نافرماني پريږدو او د الله او رسول (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) رِضا والا كارونو كښې مصروفه شو.
صحابـئ رسول حضرت عبدُ الله بِن عبَّاس رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: اے ګنهګاره! ته د ګناه د بد انجام نه ولې نه ويريږې؟ آؤ! آؤ! د ګناه په لټون كښې اوسيدل د ګناه كولو نه هم سخت دي، ستا د كراماً كاتبين يعني اعمال ليكونكو فرښتو نه حيا نه كول او په ګناه قائم اوسيدل ډيره غټه ګناه ده. ستا په ګناه كولو باندې خوشحاليدل، په زوره خندل د دې نه هم غټه ګناه ده، د ګناه كولو په وخت که د تيزې هوا سره د دروازے پرده اوچته شي نو ته اُويَريږې خو د دې خبرې نه نه ويريږې چې الله پاك تا وينې. آؤ! آؤ! تا ته پته نشته چې الله پاك ستا سره څه سلوك كوونکے دے؟[1]