Nafarmani Ka Anjam

Book Name:Nafarmani Ka Anjam

بركت د هغوئي اُمَّت نه رُسوا كوي، مونږه که ګناه هم كوو خو د مخكښينو قومونو په شان اجتماعي عذاب راباندې نه راځي، زمونږ مخونه نه ورانيږي، دا اُمَّت د تيرو شوو قومونو په شان بيزوګان او خنزيران نه جوړيږي، خو ياد ساتئ چې د الله پاك د نافرمانئ نتيجه بهر حال راوُځي. عُلمائے كرام فرمائي: د تيرو شوو قومونو عذاب جسماني خَسْف او مَسْخ وو (يعني مخكښينو قومونو به چې نافرماني كوله نو هغوئي به په زمكه ننباسلے كيدل، د هغوئي مخونه به مسخ كيدل، څوک به بيزوګان او څوک به خنزيران جوړيدل) خو د دې اُمَّت عذاب رُوحاني خَسْف او مَسْخ دے، يعين که مخكښې به بدنونه بدليدل نو اوس زړونه بدليږي.[1] الله پاك په قرآنِ كريم كښې فرمائي:

وَ نُقَلِّبُ اَفْـٕدَتَهُمْ وَ اَبْصَارَهُمْ  (پارہ:7،سورۂ اَنْعَام:110)    

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او مونږه اړوو د هغوئي زړونه او سترګې.

      د الله پاك پناه! د الله پاك پناه! څنګه د عبرت خبره ده چې د ګناه كولو سره، د الله او رسول عَزَّوَجَلَّ و صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نافرمانئ كولو په وجه زړه اُلټا كولے کيږي.

د زړه اُلټه كيدو درې نخښې

        حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيتِ كريمه په تفسير كښې فرمائي: د زړه اوړيدو درې نخښې دي: (1) په


 

 



[1]...تفسیرِ نعیمی، پارہ:1، سورۂ بقرہ، زیرِآیت:66، جلد:1، صفحہ:454۔