Nafarmani Ka Anjam

Book Name:Nafarmani Ka Anjam

اِطاعت كښې خوند نه حاصليدل (2) د ګناه نه نه ويريدل (3) د چا د مرګ نه عبرت نه اخستل.[1]

      مونږ که دا درې نخښې مخې ته كيږدو او په خپل زړه غور اوكړو، چې چرې نن زمونږ حالت داسې خو نه دے ځکه چې * ګناهونو دومره خوند راکوي چې په ګنټو ګنټو وخت تير شي او هډو احساس راته نه کيږي * په لمُونځونو كښې زمونږ زړه نه لګي * چې په فضولو كارونو كښې لګيا يو نو د وخت هډو فِكر راسره نه وي * چې تلاوت كولو ته كښينو نو اخوا ديخوا كارونه راته را ياد شي * چې د روژے مبارکې مياشت راشي نو كله د ګرمئ بهانه، كله د كار كولو فِكر، روژے طرف ته مو زړه نه مائل كيږي * او د چا د مرګ نه د عبرت اخستلو حالت خو داسې دے چې بعضې خلق د جنازے په ځائے كښې ولاړ وي او په زوره زوره خاندي. آه! زمونږ د زړه دا نازك حالت، د غفلت پردے، د زړه تور والے...!

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ له فِكر پكار دے چرته داسې نه وي شوي چې د ګناهونو سپيروالي مونږه په خپل قابو كښې نيولي يو، زمونږ زړونه اُلټا كړے شوي وي او مونږ سره د هغې احساس هم نه وي.

الله پاک دِ د خپل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خاطر زمونږ زړونه د اُلټه کيدو نه په خپل حفاظت کښې اوساتي۔ اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]...تفسیرِ نعیمی، پارہ:1، سورۂ بقرہ، زیرِآیت:66، جلد:1، صفحہ:454۔