Book Name:Nafarmani Ka Anjam
په تفسير صراطُ الجِنان كښې دي: په دې آيت كښې بيان شوي دي چې نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِ خلقو ته حكم اوكړي چې اے خلقو! د خپلو تيرو شوو ګناهونو مُعافي اوغواړئ او بيا د ګناه كولو نه توبه اوكړئ! چا چې د خپلو ګناهونو نه پخه توبه اوكړه او په اِخلاص سره د خپل ربّ عبادت ګزار جوړ شو نو الله پاك به هغه ته ډير زيات رِزق او فراخي عطا كړي او هغه به د امن او راحت والا ژوند تيروي، د هغه نه به الله پاك رضا وي، او څوك چې توبه اونكړي، په كفر او ګناهونو باندې قائم اوسي نو هغه به د ويرې ژوند تيروي، په بيمارو كښې به اخته كىږي او د الله پاك ناراضګئ سره به هم مخامخ کيږي، اګر که په دُنيا كښې هغه ډيرې مزے اوکړي، نو بيا هم په هغه خوندونو كښې هيڅ خير نشته د كومو نه پس چې دوزخ وي.[1]
الله پاك غَفُور او رحيم دے
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! الله پاك ډير بخښونكے، مهربانه دے، که بنده هر څومره ګنهګار وي، د الله پاك طرف ته دِ رُجُوع اوکړي، د خپلو ګناهونو اقرار دې اوكړي، د خپل رحمان او رحيم رب په بارګاه كښې دې سر ښكته كړي، الله پاك توبه قبلوي او مُعاف كوي. په سيپاره نمبر 24، سورۀ زُمَر، آيت نمبر 53 كښې ارشاد دے: