Book Name:Nafarmani Ka Anjam
سُنّت کے مطابق میں ہر اِک کام کروں کاش! تُو پیکرِ سُنَّت مجھے اللہ بنا دے([1])
اے کاش! زما هر کار شي د سُنَّتو مطابق پيکر کړې د سُنَّتو ما، زما خوږه مَولٰی
د ګوَتمې په باره كښې سُنَّتونه او آداب
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د نارينؤ د پاره د سرو زرو ګوَتـمه په ګوته كول حرام دي. سركارِ دوجهان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سرو زرو ګوَتـمې په ګوته کولو نه منع فرمائيلې ده * نابالغه (يعني وړوكي ماشوم هلك) ته هم د سرو زرو كالي اچول حرام دي او چا چې ور واچول هغه به ګنهګار وي، * دغه شان د ماشومانو هلكانو په لاسونو او ښپو باندې بے ضرورته نكريزې لګول جائز نه دي، زنانه ئې په خپلو لاسونو او ښپو ايښودے شي، خو كه هلك له ئې كيښودې نو ګنهګاره به شي * د اوسپنې ګوتمه د جهنميانو كالے دے * د نارينؤ د پاره هغه ګوتمه جائز ده كومه چې د نارينؤ د ګوتمو په شان وي يعني صرف يو غمے پکښې وي او كه په هغې كښې د يو نه زيات غمي وي نو که هغه د سپينو زرو هم وي نو بيا هُم د نارينه د پاره ناجائز ده، * بغير غمي نه ګوتمه په ګوته كول ناجائزه ده ځکه چې دا ګوتمه نه ده حلقه ده* د سپينو زرو يوه ګوَتمه کښې د يو غمي چې وزن ئې د څلور نيمې ماشے (يعني څلور ګرامه او 374 ملي ګرام) نه كم وي، په ګوَته كول