Nafarmani Ka Anjam

Book Name:Nafarmani Ka Anjam

دريو ورځو  مدني قافله كښې د سفر كولو ترغيب راكړو، زما د زړه دُنيا د مخكښې نه بدله شوې وه، ځکه زه د مدني قافلے مسافِر جوړ شوم. په مدني قافله  كښې د عاشقانِ رسول د شفقتونو [يعنې  مهربانو] نه  ډك صحبت كښې د اوسيدو [په بركت] ما ته د بے شميره سنتونو زده كولو سعادت حاصل شو. اَلْحَمْدُلِلّٰہ! ما د خپلو تيرو شوو ټولو ګناهونو نه توبه ويستله. چې كله د روژې مبارکه مياشت راغله نو ما د عاشقانِ رسول سره په اَخرئ عشره كښې د اِعتِكاف سعادت هُم حاصل كړو. په اِعتِكاف كښې په اوويشتمه شپه يو خوش نصيبه اسلامي ورور ته اَلْحَمْدُلِلّٰہ د سركارِ دوعالَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار نصيب شو، دې خبرې زما په زړه كښې د دعوتِ اسلامي مينه نوره هم زياته كړه، او زه مُكمَّل طور د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره وابسته شوم.

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اِرشاد اوفرمائيل: ’’زما په نائب دِ د الله پاك رحمت وي، عرض اوكړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: زما د سُنَّتو سره محبت كوونکي او نورو ته زده کوونکي. ([1])


 

 



[1]...جامع بیانِ عِلْم، بَابُ:عِلْم کے فضائل، جلد: 1صفحہ:201، حدیث:220۔