Book Name:Nafarmani Ka Anjam
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل چې د الله پاك د نافرمانه خلقو څومره خطرناك انجام اوشو، الله پاك د بنـي اسرائيلو دا نافرمانه د قيامته پورې د عبرت نخښه جوړه كړه، الله پاك په قرآنِ كريم كښې د دې عبرتناكې واقعې په باره كښې فرمائي:
فَجَعَلْنٰهَا نَكَالًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهَا وَ مَا خَلْفَهَا وَ مَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِیْنَ(۶۶) (پارہ:1،سورۂ بقـره:66)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: نو مونږه د هغه كلي دا واقعه د هغې نه مخکښې او وروستو والؤ د پاره عبرت اوګرځوله او د پرهيزګارانو د پاره نصيحت.
معلومه شوه په دې واقعه كښې عبرت دے، الله پاك په قرآنِ كريم كښې دا واقعه زمونږ د عبرت د پاره بيان كړې ده، ځکه مونږ له پكار دي چې مونږه د دې نه عبرت واخلو، د الله پاك په بارګاه كښې حاضر شو، توبه اوكړو، نيكئ اوكړو، د الله پاك او د هغه د حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نافرمانئ نه هر وخت بچ اوسو، ځکه چې د الله پاك او د هغه د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نافرماني په دُنيا او آخرت كښې د ذِلت او رُسوائې سبب دے. حضرت اِمام حَسَن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به فرمائيل: اے اِبنِ آدم! هلاك شې! آيا ته د الله پاك سره مقابَله كول غواړې؟ آؤ! آؤ! چا چې د الله پاك نافرماني اوكړه لکه هغه چې د الله پاك سره جنګ اوكړو.[1]