Book Name:Nafarmani Ka Anjam
ئې او خپل رزق به ئې پرې ګټلو، ډير د خوشحالئ ژوند ئې تيريدلو، بيا الله پاك ته د هغوئي ازميښت منظور شو، نو د هغوئي د پاره د خيالي په ورځ د مهيانو ښكار كول حرام كړے شو. (الله پاك مالِك دے، هغه خپلو بندګانو ته چې څنګه حكم كول غواړي كولے ئې شي) په قرآنِ مجيد كښې دي:
لَا یُسْــٴَـلُ عَمَّا یَفْعَلُ وَ هُمْ یُسْــٴَـلُوْنَ(۲۳) (پارہ:17،سورۂ اَنْبِیَا:23)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان : د هغه [يعني الله پاک] نه پوښتنه نه كيږي چې هغه څه [غواړي] كوي، او د هغوئي ټولو [يعني بندګانو] نه به پوښتنه كيږي.
الله پاك په بنـي اسرائيلو باندې د خيالي په ورځ ښكار ولے حرام كړے وو؟ دا د هغه حكمت دے، هغه چې څه اوغواړي كولے ئې شي، مونږه بندګان يو، مونږه ته به په پټو سترګو د خپل مالك او مولا حكم منل وي او بس...!)
خير! الله پاك په بنـي اسرائيلو باندې د خيالي په ورځ د مهيانو ښكار كول حرام كړو. نو د هغوئي ازميښت داسې اوشو چې د خىالي په ورځ به په سمندر كښې مهيان ډير زيات راتلل، د ډيرو زياتو مهيانو په ليدلو به د هغوئي زړونو غوښتل چې ډير مهيان اونيسو او خرڅ ئې كړو نو ښه ګټه به اوكړو خو د خيالي په ورځ مهيان نيول حرام وو، ځکه به ئې دغه ارمان په زړه كښې پاتې شو، څه موده خو ئې صبر اوكړو او د الله پاك په حكم ئې عمل كولو، بيا ورته شيطان يوه حِيله [يعني په دوكه د مهيانو نيولو طريقه] ورزده كړه، هغوئي داسې اوكړل چې په خپلو كورونو كښې ئې غټ غټ تالابونه جوړ كړل او د سمندر نه ئې ورته لښتي راوستل، د خىالي په ورځ به چې كله ډير مهيان راغلل نو د لښتو خُله به ئې بيرته كړه، مهيان به د لښتو