Book Name:Nafarmani Ka Anjam
په ذريعه تالابونو ته راتلل [چې كله به ډير مهيان تالاب ته راغلل نو د لښتي خُله به ئې بنده كړه او مهيان به ئې قيد کړل او] بيا به ئې په بله ورځ [د اتوار په ورځ] نيول.
دا هم د الله پاك نافرماني وه، هغوئي صرف د خپلو زړونو د تَسَلَّـئ د پاره داسې کول، ګنې ښكاره خبره ده چې مهيان نيول منع وو، كه د جال په ذريعه ئې نيول او که د حوض په ذريعه ئې قيد كول، دواړو صورتونو كښې خو مهيان اونيولے شو۔
ځکه هغوئي پوهه كړے شو، د دين درد لرونكو خلقو هغوئي ته د نيكئ دعوت وركړو، هغوئي ته ئې اووئيل چې تاسو دا كوم كار كوئ دا غير شرعي حِيله ده، دا صرف يوه بهانه ده، تاسو د الله پاك نافرماني كوئ، خو هغوئي اونه منل او د الله پاك نافرماني ئې جاري اوساتله، ګناه پريښودو او توبه كولو ته تيار نه شو، آخِر د هغوئي د پرله پسې نافرمانئ په وجه په هغوئي د الله پاك قهر نازل شو، يو سحر اوليدلے شو چې د نافرمانه خلقو مخونه مسخ شوي وو [يعني شکلونه ئې وران شوي وو] او هغه ټول نافرمانه خلق بيزوګان [يعني شادوګان] جوړ شوي وو.[1] الله پاك دا عبرتناكه واقعه په قرآنِ كريم كښې داسې بيان كړې ده:
وَ لَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِیْنَ اعْتَدَوْا مِنْكُمْ فِی السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُوْنُوْا قِرَدَةً خٰسِـٕیْنَۚ(۶۵) (پارہ:1،سورۂ بقـره:65)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان : بے شكه ضرور تاسو ته معلومه ده چې په تاسو كښې كومو [خلقو] د خيالي په ورځ کښي سركشي اوکړه نو مونږه هغوئي ته اوفرمائيل، بيزوګان جوړ شئ ذليله شوي.