Nafarmani Ka Anjam

Book Name:Nafarmani Ka Anjam

ظَهَرَ الْفَسَادُ فِی الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ اَیْدِی النَّاسِ لِیُذِیْقَهُمْ بَعْضَ الَّذِیْ عَمِلُوْا لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ(۴۱)

 (پارہ:21،سورۂ رُوْم:41)

 [مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: ښكاره شوه خرابي په اوچه او په لـمده د هغه بدو په وجه كومې چې د خلقو لاسونو اوکړې، د پاره د دې چې هغوئي ته د هغوئي د بعضو بدو كارونو مزه ور وَڅَكي که چرته هغوئي [د نافرمانئ] قلار شي.

      اَلـلّٰـهُ اَكْبَرْ! معلومه شوه چې د الله پاك د نافرمانئ او ګناهونو په سبب په زمكه كښې فساد پيدا كيږي، قحط راځي، بارانونه نه كيږي، فصلونه تباه كيږي، وباګانې خوريږي او معلومه نه ده چې څنګه څنګه فسادونه په زمكه څرګنديږي.

څاروي پرې لعنت ليږي...!

     حضرت مُجاهِد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې كله قحط سخت شي، بارانونه نه كيږي، نو ځناور په نافرمانه خلقو باندې لعنت ليږي او وائي: دا قحط سالي د انسانانو د ګناهونو په وجه ده. [1]

    اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! د دې نه زيات ذِلَّت به څه وي چې انسان اشرفُ المَخلوقات دے خو چې كله دا ګناه كوي، د ده نافرمانئ د حد نه واوړي نو ځناور چې زمونږ نه ډيرې درجے كمتره دي، هغوئي هم انسان ته


 

 



[1]...تفسیرِ بغوی، پارہ:2، سورۂ بقرہ، زیرِآیت:159، جلد:1، صفحہ:130۔