Nafarmani Ka Anjam

Book Name:Nafarmani Ka Anjam

کله د هغه په باره كښې پوښتنه اوكړه نو معلومه شوه چې هغه يو لمُونځ ګزاره سوداګر وو، كله چې بوډا شو نو مال ورسره كم شو، نو په لالچ كښې راغے او د سُود لين دَين ئې شروع كړو. کيدے شي چې هم دغه وجه وه چې هغه په روژه كښې هم په داسې دردناك عذاب كښې اخته وو.[1]

      اَلـلّٰـه! اَلـلّٰـه! اے عاشِقانِ رسول! دا د نافرمانئ سخت خطرناك انجام دے...! هغه خلق څوک چې په ظاهره نيك دي، لمُونځونه ادا كوي، روژے نيسي، تلاوت هم كوي، خو په ګناهونو كښې هم مشغوله اوسي، په پټه، يواځې ځائے كښې د الله پاك نافرماني كوي، هغوئي دِ د دې نه عبرت واخلي.     

      آه! لږ غور اوكړئ! كه داسې د ګناه كولو کولو په حالت کښې مونږ ته مرګ راشي او قبر ته كوز کړے شو، الله دِ نكړي، كه په ګناهونو كښې اونيولے شو، هائے! هائے! كه په عذاب كښې اخته كړے شو، كه مارانو، لړمانانو زمونږ كفن اوشلولو او زمونږ په بدن راټول شو، د قبر ديوالونه د يو بل سره ميلاو شو او زمونږه پوښتئ ماتې شي او په يو بل كښې ننوځي نو زمونږ به څه حال وي؟ آه! نن معمولي زخم نه شو برداشت كولے، كه په قبر كښې راباندې فرښتې د څټكو غوزارونه شروع كړي نو چرته به ځو، داسې سخت تكليفونه به څنګه برداشت كوو؟ لږه په سړه سينه د نافرمانئ د دې سخت ويروونكي انجام تَصَوُّر اوكړئ! غور خو اوكړئ! آيا د عذابِ قبر سوچ مو زړه نه درزوي؟ آيا د ويرې نه مو زړه مرئ ته نه راپورته کيږي؟ آؤ


 

 



[1]...جہنّم میں لے جانے والے اعمال، جلد:1، صفحہ:70۔