Book Name:Nafarmani Ka Anjam
قُلْ یٰعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اَسْرَفُوْا عَلٰۤى اَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوْا مِنْ رَّحْمَةِ اللّٰهِؕ-اِنَّ اللّٰهَ یَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِیْعًاؕ-اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ(۵۳) (پارہ:24،سورۂ زُمَر:53)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: ته اوفرمايه: اے زما هغه بندګانو چا چې په خپلو ځانونو باندې زياتے كړے دے، د الله د رحمت نه مه نا اُميده كيږئ، بے شكه الله ټول ګناهونه بخښي بيشكه هُم هغه بخښونكے مهربانه دے.
درې ځله د دُعائے مَغفِرت برَكت
فَقِيه اِمام اَبُواللَّيث سمرقندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي: په تيرو شوو قومونو كښې يو كس وو، هغه ډير ګناهونه كړي وو، يو ځل هغه د خپل تير شوي ژوند مُتَعَلِّق سوچ اوكړو، د ګناهونو په باره كښې ئې غور اوكړو نو پښيمانه شو، د پښيمانتيا په حالت كښې ئې درې ځله اووئيل: اَللّٰہُمَّ غُفْرَانَکَ، اَللّٰہُمَّ غُفْرَانَکَ، اَللّٰہُمَّ غُفْرَانَکَ مولا! ستا بخښنه..... اِلٰهى! ستا بخښنه..... اے الله پاكه! ستا بخښنه. په هغه ساعت ورله مرګ راغے او الله پاك هغه اوبخښلو.[1] الله پاك دې مونږ ته هم د رښتينې توبې توفيق را عطا كړي.
12 ديني كارونو كښې يو ديني كار ”هفته واره اجتماع“
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! نيك جوړيدو، ګناهونو نه د بچ كيدو او په نيكو باندې د استقامت موندلو د پاره د عاشقانِ رسول ديني