Book Name:Nafarmani Ka Anjam
خير او بركت نه خالي او سخت خوفناك عذاب وو، د هغې د سختئ دا حال وو چې خلق به ئې د زمكې نه داسې اوچتول لكه هغوئي چې د كجورو اوچ ډډونه وي، بيا به ئې په زمكه پړمخ داسې راغورځول چې بدنونه به ئې ټوټې ټوټې شو، د اَتوؤ ورځو پورې دغه سيلئ پرله پسې اوچليدله او د قومِ عاد نوم او نشان ئې ختم كړل.[1]
قَومِ ثمود په فَنِّ تعمير كښې ماهِر وو، الله پاك هغوئي ته ډير نِعمتونه وركړي وو، طاقت ئې وركړے وو، مال او دولت ئې وركړے وو خو هغوئي نافرماني اوكړه، حضرت صالِح عَلَيْهِ السَّلام ئې دروغژن اوګنړلو، په كفر قائم پاتې شو، هر وخت به ئې ګناهونه کول، آخِر پرې د الله پاک قهر نازل شو، په هغوئي د سختې زلزلے عذاب نازل کړے شو، او د هغې په ذريعه هغوئي د هميشه د پاره فنا کړے شو.
نمرود څومره د رُعب او دبدبے والا باشاده وو، الله پاك ورته تاج او تخت وركړے وو خو هغه نافرماني اوكړه، د حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام ګُستاخـيانې ئې اوكړې، آخر په هغه باندې عذاب راغے، الله پاك هغه نمرود بادشاه او د هغه فوج د ماشو په ذريعه ختم كړو.
فرعون څومره طاقتور بادشاه وو، هغه نافرماني اوكړه، د هغه بادشاهت د هغه هيڅ په كار رانغلو، طاقت، تاج او تخت، فوج، لښكر د هر څه نه خلاص شو او فرعون د خپل كافِر قوم سره په درياب كښې غرق کړے شو.